Share this link via
Personality Websites!
481475
9621
اَللہُ اَکْبَر! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د برداشت پۀ طاقت باندې غور اوکړئ! دومره برداشت۔۔۔!! دومره برداشت۔۔۔!! سکه ځوي يـې سکه ورارۀ وژلے دے، دلته چې داسې څۀ معامله وشي نو د نسلونو پورې دښمنۍ روانې وي، پوزې پرې راښکلے کېږي۔
دا يوه مُحاوَره ده کومه چې دلته عامه وئيلے کېږي: پوزه پرې راښکل، يعنې مخامخ کَس ډېر ذليله او رسوا کول، پۀ سر ټيټولو مجبوره کول۔ دلته داسې کېږي۔ لوڼه پۀ سوَرَه کښې ورکولے کېږي، بيا هٰغه لوڼو ته ټول عمر پېغورونه ورکولے کېږي او نورې هم داسې داسې معاملې کېږي چې د بيانولو نۀ دي۔
رښتيا خبره ده چې بر ناحقه قتل ډېر سخت جُرم دے۔ الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:
مَنْ قَتَلَ نَفْسًۢا بِغَیْرِ نَفْسٍ اَوْ فَسَادٍ فِی الْاَرْضِ فَكَاَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِیْعًاؕ- (پارہ:6، سورۂ مَائِدہ:32)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: چا چې د يو نفس [د قتل] د بدلې نه بغېر يا پۀ زمکه کښې د فساد خورولو د بدلې نه بغېر څوک قتل کړو نو داسې ده لکه هغه چې ټول اِنسانان قتل کړل او چا چې کوم يو نفس [يو کَس] ژوندے وساتلو (يعنې د قتل نه يـې بچ کړو) داسې ده لکه هغه چې ټول اِنسانان (د قتل نه) ژوندي بچ کړل۔
پۀ حديثِ پاک کښې دي، رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سُلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي:
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami