Share this link via
Personality Websites!
481500
9621
عائِشه صِدِّيقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها فرمائي: زما سرتاج، صاحب د معراج صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د ګل او د زيارت روژې پۀ اهتمام سره نيولې۔ ([1])
مونږ له هم پکار دي چې که چرې صحت اِجازت راکړي نو د ګل او د زيارت د ورځې د روژې بندوبست اوکړو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! پۀ سُنَّت باندې د عمل کولو سره سره به مو ډېر برکتونه نصيب شي۔ خو ياد ساتئ! * که د نفلي روژو پۀ وجه پۀ کار روزګار کښې ناراستي راځي نو د روژې د نيولو اجازت نشته * چرته چې هم د نفلي روژې پۀ وجه پۀ څۀ افضل کار کښې څۀ خنډ [يعنې رکاوټ] جوړېږي هلته دې روژه نۀ نيولے کېږي (مثلاً د يو اِسلامي ورور ذمه واري داسې ده چرته چې د اولس سره ډېره واسطه راځي او د روژې نيولو پۀ وجه د هغه پۀ طبيعت کښې تريخ والے پېدا کېږي خو اګر چې کار پوره کېږي خو د خلقو سره د بد اخلاقۍ نه بچ کېدل د نفلي روژو پۀ مقابله کښې ډېر ضروري دي) * مور او پلار که چرې ځوي د نفلي روژې نه ځکه منع کوي چې د هغه د ناروغه کېدو اندېښنه ده نو د مور او پلار تابعداري دې اوکړے شي * د خاؤند د اِجازت نه بغېر ښځه نفلي روژه نشي نيولے۔ ([2])
د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مکـتبة الـمدينه د بهارِ شريعت جلد: 3 نه حصه نمبر 16 او د شېخ طريقت، امير اهلسنت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُهُمُ الْعَالِیَه د 91 صفحو رساله 550 سنتیں اور آداب واخلئ او وه يـې لولئ! د سنتو زده کولو يوه بهترينه ذريعه د دعوتِ اسلامي پۀ مَدَني قافلو کښې د عاشقانِ رسول سره د سنتو
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami