Share this link via
Personality Websites!
481473
9621
هغه ورپسې کنحل کول او شاته شاته ورپسې روان دے۔ هغوئي د هغه کنځلې اورېدلې او پۀ خاموشۍ سره روان وو، کله چې خپلې قبيلې ته نزدې شو نو ودرېدو۔ د هٰغه کَس طرف ته يـې مخ راواړولو او وه يـې فرمائيل: که چرې ستا پۀ زړۀ کښې څۀ پاتې دي نو اوس يـې ووايه ځکه چې که زما د قبيلې والؤ ستا خبرې واورېدلې نو خطره ده چې تا ته تکليف وه نۀ رسوي۔ ([1]) (ځکه چې څومره کنځلې راته کول غواړې نو هم دلته يـې راته اوکړه، زۀ يـې اورم)۔ د هغوئي دا خبره چې يـې واورېدله نو هٰغه کَس له شرم ورغلو او واپس لاړو۔
هسې که چرې زمونږ د اوسني ماحول پۀ لحاظ سره وکتلے شي نو دا هم ډېر د کمال حِلم دے، دومره برداشت د کوم څرګندونه چې حضرت اَحنَف رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کړې ده که د دې 10 فيصده حصه هم زمونږ نصيب شي نو زمونږه پۀ معاشره کښې امن قائمېدے شي، پۀ زړونو کښې محبتونه زياتېدے شي خو کومه چې د حېرانتيا خبره ده۔۔۔ هغه د دې نه مخکښې ده۔ واورئ!
دا حضرت اَحنَف بن قېس رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د کوم خپل حِلم چې دومره اعلیٰ وو، د هغوئي نه چا پوښتنه اوکړه چې تاسو دا حِلم د چرته نه زده کړو؟ دومره برداشت پۀ تاسو کښې څنګه راغلو؟ وه يـې فرمائيل: دا د صحابئ رسول حضرت قَېس بن عاصِم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د صحبت فېضان دے۔ هغوئي د ډېر حِلم والا وو، يو ځل ما هغوئي وليدلو چې هغوئي د خپل کور نه
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami