Share this link via
Personality Websites!
481495
9621
پۀ 12 دِيني کارونو کښې يو دِيني کار: د تفسير اورېدو او بيانولو حلقه
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ زړۀ کښې د عشقِ رسول زياتولو، پۀ سُنَّتو باندې د تللو، د نېک نـمونځ ګزاره جوړېدو، د صحابۀ کرامو او اهلِ بيتو عَليهمُ الرّضوَان سره د محبت حاصلولو، د هغوئي پۀ نقشِ قدم باندې د تللو جذبې حاصلولو د پاره د عاشقانِ رسول د ديني تنظيم دعوتِ اِسلامي ديني ماحول سره خپل تړون مضبوط ساتئ او د ذيلي حلقې پۀ 12 ديني کارونو کښې هم ښۀ پوره برخه واخلئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دين او دنيا بې شمېره خېرونه به درنصيب شي۔ د ذيلي حلقې پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار د تفسير اورېدو او بيانولو حلقه هم ده۔
* قرآنِ مجيد زده کول ډېر د فضيلت کار دے: * پۀ حديثونو کښې داسې مضمون دے: پۀ داسې حال کښې سبا کړه چې يا خو تۀ عالِم يـې او يا د دِين طالبِ عِلم ([1]) * د يو روايت مطابق سحر د قرآنِ مجيد يو آيت زده کول د 100 رکعتو نفلونو کولو نه بهتر دے۔ ([2])
* اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اِسلامي عاشقانِ رسول د سحر د نـمونځ نه پس د تفسير اورېدو او بيانولو حلقه لګوي * پۀ دې کښې د قرآنِ پاک درې آيتونه * د هغې ترجمه او تفسير اورېدے او بيانولے شي * د فېضانِ سُنَّت دَرس ورکولے شي * شجره شريف لوستلے شي * دُعا کېږي او * پۀ اخِره کښې د اشراق او څاښت نـفلونه هم ادا کولے شي۔
* تاسو هم د تفسير اورېدو او بيانولو پۀ حلقه کښې د شرکت کولو عادت جوړ کړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami