Share this link via
Personality Websites!
481493
9621
خپل عزت، خپل وقار، د خپل اوچت حېثيت رُعب، د خپلې عهدې او د څوکۍ غرور وغېره وغېره هٰغه ټول څيزونه کوم چې مونږه د بے صبرۍ او غصې د پاره راپاروي، هٰغه ټول څيزونه قربان کړو * روزانه دا نيت اوکړو چې يا الله پاکه! نن چې څوک څوک ما تنګوي، ما هغه د مخکښي نه معاف کړل * نن چې څوک څوک پۀ ما باندې ګوتې اوچتوي، ما هغه معاف کړل * څوک چې هم نن ما ته پېغور کوي، ما هغه معاف کړل * څوک چې هم نن ما ته تکليف راکوي * ما ته پۀ ترس نظر ګوري * ما ته کنځلې کوي * پۀ ما پورې مَلَنډې کوي، اے الله پاکه! ستا د رضا د پاره ما ټول هُم د مخکښې نه معاف کړل۔
د معاف کولو پۀ فضيلتونو باندې حديثونه
* خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: طاقتور هغه نۀ دے کوم چې پهلوان وي او بل راوپرزوي بلکې طاقتور هغه دے کوم چې د غصې پۀ وخت پۀ ځان قابو وساتي۔ ([1]) * د الله پاک اخري نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د چا چې دا خوښه وي چې د هغه د پاره پۀ جَنَّت کښې محل جوړ کړے شي او د هغه درجې اوچتې کړے شي نو هغه له پکار دي چې څوک پۀ هغه باندې ظُلم اوکړي دے هغه معاف کړي او څوک چې دے محرومه کړي دے هغه ته عطا کړي او څوک چې د دۀ سره تعلق پرېږدي دے د هغه سره تعلق وساتي۔ ([2])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami