Share this link via
Personality Websites!
481492
9621
سره وفرمائيل:
لَا تَثْرِیْبَ عَلَیْكُمُ الْیَوْمَؕ- (پارہ:13، سورۂ یُوْسُفْ:92)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نن پۀ تاسو هيڅ ملامتيا نشته۔
سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه چې که څوک درته هر څومره تکليف درکړي، څومره زياتے درسره هم اوکړي، زمونږ پۀ حق کښې بهتره دغه ده، فضيلت پۀ دې کښې دے چې مونږ يـې معاف کړو۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د بيان پۀ اخره کښې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يو ښکلے نصيحت واورئ! دا نصيحت زما د پاره هم دے، ستاسو د پاره هم دے، د زيد، عَمَرو، بکر وغېره د ټولو د پاره دے۔ د دواړو جهانو سردار، رحمتِ عالـميان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائيلے دے: آيا تاسو د اَبُو ضَمضم پۀ شان نشئ کېدے؟ صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم عرض اوکړو: اَبُو ضَمضم څوک دے؟ وه يـې فرمائيل: ستاسو نه پۀ مخکښينو خلقو کښې يو کَس وو، چې کله به سحر شو نو هغه به داسې وئيل: اے الله پاکه! ما د نن ورځې خپل عزت پۀ هٰغه کَس باندې صدقه کړو (يعنې هغه مې معاف کړو) څوک چې پۀ ما باندې ظُلم اوکړي۔ ([1])
څومره ښکلے نصيحت دے۔ چې مونږه هم خپل دا معمول جوړ کړو * هره ورځ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami