Share this link via
Personality Websites!
481491
9621
صفت نۀ دے۔ ځکه مونږ له پکار دي چې که څوک زمونږ سره خراب سلوک اوکړي نو صرف دا نۀ چې مونږ هغه معاف کړو، د هغه نه بدله نۀ اخلو، د دې سره سره دا هم ضروري دي چې مونږ خپل زړۀ بالکل صفا کړو۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! نن سبا چې کله د حِلم خبره اوکړے شي، چې د معاف کولو خبره اوکړے شي نو خلق وائي: هم ما له د صبر مشوره راکوئ، هم ما ته د معاف کولو وايئ، مخامخ کَس ته خو هم وګورئ۔۔۔!! اخر چې اِنسان صبر هم اوکړي نو د څو پورې يـې اوکړي، د کومه حده پورې يـې اوکړي؟ اِنسان چې برداشت کوي نو څومره به يـې کوي؟
کوم خلق چې داسې خبرې کوي، د هغوئي نه پوښتنه ده: * آيا تاسو چا کوهي ته غورځولي يـئ؟ * آيا تاسو چا غلام جوړ کړي او پۀ بازار کښې يـې خرڅ کړي يـئ؟ * آيا د چا پۀ وجه تاسو پۀ جېل کښې بې ګناه ډېر وخت تېر کړے دے؟ * آيا د چا پۀ وجه تاسو د خپل مور او پلار نه د 30 کالو پورې جُدا پاتې شوي يـئ؟ د الله پاک د نبي حضرت يُوسُف عَلَیْهِ السَّلَام سره دا هر څۀ وشول * هغوئي کوهي ته هم وغورځولے شو * هغوئي آقا وو خو هغوئي د غلام پۀ توګه خرڅ هم کړے شو * هغوئي د بې ګناهۍ باوجود جېل هم تېر کړو * د والِد محترم سره د ډېر زيات محبت باوجود د 30 کالو پورې د هغوئي نه جُدا هم کړے شو، د دې هر څۀ باوجود پۀ اخره کښې د هغوئي پۀ مبارکه خُله باندې درته معلومه ده چې څۀ جُملې وې؟ کله چې د هغوئي وروڼه پۀ شرم سره د هغوئي مخې ته حاضر شو، هغوئي وېرېدل چې اوس به زمونږ سره څۀ سلوک کېږي۔ حضرت يُوسُف عَلَیْهِ السَّلَام ډېر پۀ اِطمينان
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami