Share this link via
Personality Websites!
481490
9621
دا دوه خبرې دي: (1): چا چې معافي اوکړه (2): او کار يـې ټيک کړو۔ يعنې يو خو دا دي چې مخامخ کَس له سزا ورنکړو، د هغه نه بدل وانخلو، د دې نه پس مرحله راځي چې مونږ د هغه سره بالکل د مخکښې پۀ شان صفا زړۀ والا جوړ شو، د هغه د تکليف رسولو نه مخکښې چې څنګه د هغه سره د مينې او محبت والا انداز وو، د دې نه پس هم هٰغه شان وساتلے شي، دا اِصلاح ده۔ نو وه يـې فرمائيل: چا چې معاف هم کړل او کار يـې هم ټيک کړو، هغه د پاره د الله پاک سره اَجر دے۔
افسوس چې اوس دلته هم ډېره عجيبه معامله ده، خلق پۀ خُله خو معاف کړي خو پۀ زړۀ کښې پټه دښمني ساتي۔ دا ډېره خطرناکه خبره ده، دې ته کينه وئيلے کېږي۔ يعنې پۀ زړۀ کښې پټه ساتلے شوې دښمني۔
مثلاً؛ * د چا سره د مخکښې پۀ شان زړۀ لګېدل نۀ غواړي * د مخکښې پۀ شان د نرمۍ او مهربانۍ طرف ته زړۀ نۀ مائله کېږي * د هغه سره سلام دُعا، مېلاؤېدل زړۀ نۀ غواړي * د هغه سره ښېګړه کول زړۀ نۀ غواړي، دا ټول د کينې مثالونه دي۔ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: بے شکه چغل خوري او کينه ساتنه پۀ دوزخ کښې دي، دا دواړه د يو مسلمان پۀ زړۀ کښې نۀ شي راجمع کېدے۔ ([1])
معلومه شوه چې پۀ زړۀ کښې کينه ساتل، پۀ زړۀ کښې پټ نفرت ساتل د مسلمانانو
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami