Share this link via
Personality Websites!
481472
9621
پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے۔ ([1])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ چې د بيان اورېدو نه مخكښې څۀ ښه ښه نِيَّتونه اوكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښېنم * ښه پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔
صَلُّوْا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
حضرت اَحنَف بن قېس رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تابعي بزرګ دے، يعنې هٰغه خوش قِسمته دے کوم چې د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم د صحبت نه فېض حاصل کړے دے۔ يو ځل هغوئي پۀ يو ځائے تېرېدلو نو چا هغوئي ته کنځلې اوکړې۔
دلته خو د يوې کنځلې پۀ جواب کښې چې 10 کنځلې اونکړے شي نو خلق پۀ قلار نۀ کښېني خو دے تابعي وو، نېک اِنسان وو، چا ورته کنځلې اوکړې، هغوئي د هغه طرف ته هډو پام اونکړو، پۀ خپله لاره باندې روان وو۔ هٰغه کنځلې کوونکے چې کوم کَس وو، هغه ورپسې هم وروستو وروستو روان شو، هغوئي مخکښې مخکښې روان وو او
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami