Share this link via
Personality Websites!
481489
9621
ورکړه۔
معاف کوونکي ته ډېر اَجر مېلاؤېږي
کاش چې مونږ هم د بدل د اخستو پۀ ځائے د معاف کولو عادت خپل کړو۔ الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:
وَ جَزٰٓؤُا سَیِّئَةٍ سَیِّئَةٌ مِّثْلُهَاۚ-فَمَنْ عَفَا وَ اَصْلَحَ فَاَجْرُهٗ عَلَى اللّٰهِؕ-اِنَّهٗ لَا یُحِبُّ الظّٰلِمِیْنَ(۴۰)
(پارہ:25، سورۂ شُوریٰ:40)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د بدۍ بدله د هغې همره بدي ده نو چا چې معافي اوکړه او د کار اِصلاح يـې اوکړه نو د هغه اجر پۀ الله دے، بې شکه هغه ظالـمان نۀ خوښوي۔
معلومه شوه؛ چې د قانون پۀ کرښه کښې دننه د چا نه بدله اخستل اګر چې جائز ده خو څوک چې معاف کړي او زړۀ صفا کړي، الله پاک به هغه ته اَجرِ عظيم عطا کړي۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دلته دا ډېره ښکلې خبره ده، الله پاک صرف دا وه نۀ فرمائيل چې چا ستاسو سره زياتے اوکړو، تاسو له يـې تکليف درکړے دے، تاسو هغه صرف معاف کړئ، بلکې وه يـې فرمائيل:
فَمَنْ عَفَا وَ اَصْلَحَ (پارہ:25، سورۂ شُوریٰ:40)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو چا چې معافي اوکړه او د کار اِصلاح يـې اوکړه۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami