Share this link via
Personality Websites!
481488
9621
زور واقعې د هغوئي پۀ ذهنونو کښې تاؤېدلې، سوچ به يـې کړے وي چې مونږ خو د دوئي سره ډېر ظُلمونه کړي دي۔ د دې باوجود؛
تیرے دامن میں چھپے چور انوکھا تیرا
د ځاني دښمنانو پۀ ذِهن کښې د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اخلاقو پۀ باره کښې څۀ رائے وه، واورئ! د مکې والؤ پۀ يوه ژبه ووئيل:
خَیْرًا اَخٌ کَرِیْمٌ وَابْنُ اَخٍ کَرِیْم
يعنې اے مُحَمَّده صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! مونږ ستاسو د طرف نه هم د خېر اُمېد لرو، تاسو پخپله هم مهربانه يـئ او د مهربانه ورور ځوي يـئ۔
پۀ دې باندې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا آيت مبارک ولوستلو:
لَا تَثْرِیْبَ عَلَیْكُمُ الْیَوْمَؕ-یَغْفِرُ اللّٰهُ لَكُمْ٘-وَ هُوَ اَرْحَمُ الرّٰحِمِیْنَ(۹۲) (پارہ: 13،سورۂ یُوْسُفْ:92)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نن پۀ تاسو هيڅ ملامتيا نشته، الله دې تاسو اوبخښي او هغه د ټولو مهربانو نه زيات مهربانه دے۔
سُبْحٰنَ اللہ! دا دے د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شان۔۔۔!! وګورئ چې زمونږ د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره اِختيار وو، که غوښتلے يـې نو ټولو له به يـې سزا ورکړې وه، د ټولو نه به يـې اِنتقام اخستے وو خو دے د دواړو جهانو رحمت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِنتقام وانخستو بلکې معاف کولو له يـې ترجيح
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami