Share this link via
Personality Websites!
481486
9621
ما سوچ اوکړو چې عجمي ملکونو ته لاړ شم، بيا ما ته ستاسو د زړۀ نرمي، صِله رحمي او ستاسو د دښمنانو معاف کول راياد شول۔ اے د الله نبي! مونږ مُشرکان وو، الله پاک ستاسو پۀ وجه زمونږ هدايت نصيب کړو او مونږ ته يـې د هدايت نه نجات را عطا کړو۔ تاسو زما جهالت او زما ټولې هٰغه خبرې کومې چې تاسو ته رارسېدلې دي معاف کړئ۔ زۀ د خپلو ټولو غلطو کارونو اقرار کووم او د خپلو ګناهونو اِعتراف کووم۔ رَحِيم او کرِيم آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد وفرمائيلو:
قَدْ عَفَوْتُ عَنْكَ، وَقَدْ اَحْسَنَ اللّٰهُ اِلَيْكَ حَيْثُ هَدَاكَ اِلَى الْاِسْلَامِ، وَالْاِسْلَامُ يَجُبُّ مَا قَبْلَهُ
ترجمه: ما تۀ معاف کړې۔ الله پاک پۀ تا باندې اِحسان کړے دے چې هغه تا ته د اِسلام هدايت درکړو او اِسلام تېر ټول ګناهونه ختموي۔ ([1])
يا الله پاکه! زما قام ته هدايت اوکړې
پۀ غزوۀ اُحُد کښې چې کله د مدينې منورې د سُلطان، رحمتِ عالـميان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم غاښونه مبارک شهيدان شول او نُوراني مخ يـې زخمي کړے شو نو نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هٰغه خلقو د پاره د دې نه سِوا هيڅ هم وه نۀ فرمائيل:
اَللّٰھُمَّ اھْدِ قَوْمِیْ فَاِنَّھُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ
ترجمه: اے الله پاکه! زما قام ته هدايت اوکړې ځکه چې دا خلق ما نۀ پېژني۔ ([2])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami