Share this link via
Personality Websites!
481484
9621
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! واقعې چې پۀ خبره ځان پوهه کول دي، مونږ چې کوم عام اِنسانان يو، مونږ بعضې وخت چې کله جذباتي هم شو، پۀ جذباتو کښې پۀ راتلو ځان نشو قابو کولے، پۀ داسې وخت کښې که بدله اخلو نو ډېره ممکنه ده چې د مخامخ کَس سره ډېر زياتے اوکړو، پۀ دې کښې سخته خطره ده، مثلاً؛ مخامخ کَس مونږ ته يوه بده خبره اوکړه، مونږ پۀ بدله کښې هغه ته 4 اوکړو نو 3 چې مو کومې زياتې اوکړې د هغې بوج به پۀ مونږ باندې راځي۔ دغه شان مونږ چې څنګه مخکښې مظلومان وو، نو بيا به ظالـمان شو۔ ځکه د خېر لاره هم دا ده چې معاف يـې کړو او د جَنَّت د حقدار جوړېدو کوشش اوکړو۔
زمونږ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت مبارک هم دا دي چې نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به چرې هم اِنتقام نۀ اخستو۔ د مسلمانانو خوږه مور جانه حضرت عائِشه صِدِّيقه طيبه طاهِره رَضِىَ اللهُ عَـنْها فرمائي:
وَمَا انْتَقَمَ رَسُولُ اللَّهِ صلَّی اللہُ علیہِ وَ آلِہٖ وَسلَّم لِنَفْسِهِ، اِلَّا اَنْ تُنْتَهَكَ حُرْمَةُ اللَّهِ فَيَنْتَقِمَ لِلَّهِ بِهَا
ترجمه: رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چرې هم د خپل ذات د پاره د چا نه اِنتقام وانخستو، آؤ! که د الله پاک حدونه به مات کړے شو نو (د شرعي قاعدو مطابق به يـې) سزا ورکوله۔
پۀ يو ځائے کښې فرمائي: خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نۀ خو فحش خبرې کوونکے وو، نۀ لَعَن طَعَن کوونکے وو، نۀ پۀ بازارونو کښې شور کوونکے وو او هُم نۀ د بدو بدله پۀ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami