Share this link via
Personality Websites!
481483
9621
وَ اِنْ عَاقَبْتُمْ فَعَاقِبُوْا بِمِثْلِ مَا عُوْقِبْتُمْ بِهٖؕ-وَ لَىٕنْ صَبَرْتُمْ لَهُوَ خَیْرٌ لِّلصّٰبِرِیْنَ(۱۲۶) (پارہ:14، سورۂ نَحْل:126)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او که تاسو (چا ته) سزا ورکول غواړئ نو هُم هٰغسې سزا ورکړئ څنګه چې تاسو ته تکليف درکړے شوے وي او تاسو که صبر اوکړئ نو بې شکه صبر کوونکو د پاره صبر د ټولو نه بهتر دے۔
دوه خبرې اِرشاد شوې: (1): ښه خبره خو دا ده چې څوک تا له تکليف درکړي نو صبر اوکړه، د اِنتقام اخستو هډو خبره مۀ کوه! دا ښه خبره ده (2): که چرې اِنتقام اخستل دي نو پۀ دې کښې شرط دا دے چې څومره تکليف مخامخ کَس درکړے دے، د تلې پۀ تول باندې هم هٰغه همره تکليف ورکړه! د هغې نه زيات نۀ شې رسولے۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! وګورئ چې څومره ښکلے تعليم دے۔ دواړه اړخونه يو شان ساتلے شوي دي * داسې هم نۀ ده چې ظ؟لم کوونکي بالکل بې مُهاره ګرځي او چا ته چې غواړي تکليف دې رسوي، د دې د مخنيوي د پاره قانون بيان کړے شو چې څوک ظُلم کوي، زياتے کوي، هغه ته به د هغه د ظُلم برابر سزا ورکولے کېږي۔ (خو ياد ساتئ چې دا سزا مونږ پخپله نۀ شو ورکولے بلکې مقرر کړے شوے قاضي به سزا اوروي او اِنتظاميه به پۀ هٰغه سزا باندې عمل کوي)۔
* بل طرف ته اعلیٰ اخلاقي تعليم هم دے چې بدله اخستل اګر چې ستا حق دے خو تۀ زړۀ لوئي کړه او معاف يـې کړه نو ستا پۀ حق کښې ډېره بهتره ده۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami