Share this link via
Personality Websites!
481481
9621
يعنې څوک چې زمونږ سره بد کوي، مونږ به د هغې نه زيات د هغه سره بد کوو، چې څوک راته يوه خبره کوي نو مونږ به ورته دوه کوو۔ يعنې د اِنتقامي کاروايو جذبه دومره زياته شوې ده چې د معافۍ هډو نوم نۀ دے پاتې شوے، بس بدله، بدله او هم بدله پاتې شوې ده۔
د اِنتقامي کاروايانو پۀ باره کښې آيتونه مبارک
دا خبره ياده ساتئ چې اِسلام مونږ د بدلې اخستو نه منع کړي نۀ يو، آؤ! د دې حدونه يـې ضرور مقرر کړي دي۔ داسې نۀ ده چې چا مونږ له تکليف راکړے وي نو مونږ پۀ جذباتو کښې راشو او څۀ چې مو زړۀ غواړي هغه اوکړو۔ نا۔۔۔!! چې اِنتقام اخلې نو د هغې هم حدونه دي او که چرې معاف يـې کړې نو هغه خو ډېره ښه خبره ده۔ يو څو آيتونه مبارک واورئ! الله پاک فرمائي:
فَمَنِ اعْتَدٰى عَلَیْكُمْ فَاعْتَدُوْا عَلَیْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدٰى عَلَیْكُمْ۪-وَ اتَّقُوا اللّٰهَ (پارہ:2، سورۂ بَقَرہ :194)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو څوک چې تاسو سره زياتے اوکړي هغه سره هُم هٰغه همره زياتے اوکړئ څومره چې هغه ستاسو سره زياتے کړے وي او د الله نه تل وېرېږئ۔
وګورئ چې هٰغه خلق کوم چې وائي چې مونږ به د څپېړې جواب پۀ سوک ورکوو، پۀ دې آيت باندې غور اوکړئ چې څۀ اِرشاد شول؟ څوک چې ستاسو سره زياتے اوکړي، که تاسو (بدله اخستل غواړئ نو) هم هٰغه همره بدله واخلئ، څومره چې هغه زياتے کړے دے۔ د هغې نه زياته بدله مۀ اخلئ۔
علمائے کرام مسئله بيانوي: که چرې چا څپېړه درکړه نو د هغې پۀ بدله کښې څپېړه
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami