Share this link via
Personality Websites!
481372
9612
د بني اِسرائيلو ضد او هټ دهرمي[پۀ خپله خبره کلک ودرېدل]
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! الله پاک فرمائي:
اَفَتَطْمَعُوْنَ اَنْ یُّؤْمِنُوْا لَكُمْ وَ قَدْ كَانَ فَرِیْقٌ مِّنْهُمْ یَسْمَعُوْنَ كَلٰمَ اللّٰهِ ثُمَّ یُحَرِّفُوْنَهٗ مِنْۢ بَعْدِ مَا عَقَلُوْهُ وَ هُمْ یَعْلَمُوْنَ(۷۵) (پارہ: 1، سورۂ بقره: 75)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: حالانکې پۀ هغوئي کښې يوه ډله هغه وه چې هغوئي به د الله کلام اورېدلو او بيا پۀ هغې د پوهېدلو باوجود به يـې قصداً بدلولو۔
دا د بني اِسرائيلو يو عېب دے، يعنې صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان ته ووئيلے شو چې تاسو د دوئي د اِيمان راوړلو اُمېد مۀ ساتئ۔۔۔!! د دې څۀ وجه ده؟ سبب څۀ دے؟ فرمائي: ځکه چې دوئي د حق خبرې نه خبر هم دي، پۀ هغې پۀ ښه طريقه باندې پوهېږي هم * بيا هم د عِنادِ حق يعنې د حق سره د دښمنۍ پۀ وجه * د خپلې اَنا پرستۍ پۀ وجه حق خبرې منلو ته نۀ تيارېږي او څوک چي د داسې طبيعت والا وي، څوک چې د حق سره دښمني لرونکے وي، پۀ هغه باندې هيڅ خبره اثر نۀ کوي۔
پۀ روايتونو کښې دي: کله چې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هجرت اوکړو او مدينې منورې ته يـې تشريف راوړلو نو هٰغه وخت د بني اِسرائيلو د ټولو نه لوئي عالِم حضرت عبد الله بن سلام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دربار رسالت ته حاضر شو، څنګه چي يـې د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مخ مبارک زيارت اوکړو نو وه يـې پېژندلو چې اَنَّ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami