Share this link via
Personality Websites!
481369
9612
د دواړو جهانو د مالک او مختار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: د حُدُودُ الله نه د اغوښتونکو (يعنې د الله پاک د حکمونو ماتوونکو) او پۀ دې معامله کښې د مداهنت د ښکار کېدونکو (يعنې د وَس لرلو باوجود د بدۍ نه د نۀ منع کوونکو) مثال داسې دے چې ځينې خلق دي، هغوئي پۀ کشتۍ کښې کېناستل، پۀ خپل مينځ کښې يـې خسڼے وويشتو، بيا ځينې د کشتۍ بره حصې ته لاړل، ځينې پۀ ښکته حصه کښې پاتې شول۔ بيا د ښکته نه يو کَس د بره حصې نه اوبه راوړي، د هغې سره بره والؤ ته تکليف وي، نو دې ښکته والا کَس تبر راواخستو او د کشتۍ پۀ لاندنۍ حصه کښې يـې سورے ويستل شروع کړو، د بره حصې والا راغلل، پوښتنه يـې اوکړه: هله! دا څۀ کوې؟ د تبر والا کَس ووئيل: زما اوبه پکار دي او تاسو ته پۀ اوبو راکولو کښې تکليف وي، ځکه زۀ سورے اوباسم او د سمندر نه اوبه راخلم۔ خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: که دا خلق د هغه د لاس نه تبر واخلي نو ټول به بچ شي، که چرې هغه سوري کولو ته پرېږدي نو (کشتۍ به د اوبو نه ډکه شي او) ټول به ډوب شي او هلاک به شي۔ ([1])
د ګناهونو سپېرۀ والے نور هم د ځان سره راګېروي
د دې حديثِ پاک لاندې پۀ مِرآةُ المَناجِيح کښې دي: پۀ دې حديث شريف کښې د يو مثال پۀ ذريعه د ګناه نه د منع کولو او د نېکۍ د حکم ورکولو اهميت واضحه کړے شوےدے چې که چرې پۀ دې ګمان اَمْرٌ بِّالْمَعرُوفِ وَ نَہْیٌ عَنِ الْمُنْکَرِ (يعنې د نېکۍ د دعوت ورکولو او د ګناه نه د منع کولو) فرض پرېښودے شي چې ګناه کوونکے پخپله خپل نقصان
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami