Share this link via
Personality Websites!
481368
9612
ښه ده، قصور د هغوئي دے چې پۀ هغوئي کښې د حق منلو صلاحيت نشته ۔ ([1])
د دې ځائے نه معلومېږي چې صحابۀ کرام عَليهمُ الرّضوَان د نېکۍ د دعوت ډېر حرص لرلو، د هغوئي به ډېر ارمان وو چې لکه څنګه مونږ کلمه ووئيله او مسلمانان شو، هم داسې باقي نور خلق هم کلمه ووائي، کله چې به خلقو حق خبره نۀ منله نو پۀ دې باندې به ډېر غمژن کېدل هم۔ کاش چې زمونږه هم داسې حِرص نصيب شي۔
يقين اوکړئ چې زمونږه پۀ معاشره (Society) کښې د بدو عام کېدو يوه لويه وجه دا هم ده چې پۀ مونږ کښې د نېک جوړولو حرص نۀ دے پاتې * پخپله نـمونځ کوو خو د بې نـمانځو پۀ ليدلو نۀ خفه کېږو، دا حرص نۀ پېدا کېږي چې دوئي هم نـمونځ ګزاره جوړ کړو * پخپله تِلاوت کوو خو پۀ کور کښې ماشومان، ښځه وغېره تِلاوت نۀ کوي، پۀ دې باندې نۀ خفه کېږو * پخپله سندرې سازونه نۀ اورو، ښه خبره ده خو د سندرو سازونو اورېدونکو پۀ ليدلو نۀ خفه کېږو، پۀ دکانونو کښې، پۀ ګاډو کښې، پۀ هوټلو کښې سندرې سازونه (Music) غږېږي، هغوئي له د نېکۍ د دعوت ورکولو همت نۀ کېږي۔
دا چې کومه پۀ مونږ کښې يوه کمزوري راغلې ده چې د نېک جوړولو جذبه کمه شوې ده، د نېکۍ د دعوت ورکولو رجحان ختمېږي، د الله پاک پۀ نافرمانۍ ليدلو هم زړۀ نۀ خفه کېږي، د دې بدۍ پۀ وجه زرګونه بدۍ پېدا کېږي۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami