Share this link via
Personality Websites!
481367
9612
کرامو [رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم] ۔۔۔!! آيا تاسو اُمېد لرئ چې دا بني اِسرائيل به ستاسو تبليغ واوري، د هغې پۀ منلو به اِسلام قبول کړي؟ د دوئي نه دا طمع مۀ ساتئ! ځکه چې دا سرکشه قام دے۔
اَفَتَطْمَعُوْنَ اَنْ یُّؤْمِنُوْا لَكُمْ وَ قَدْ كَانَ فَرِیْقٌ مِّنْهُمْ یَسْمَعُوْنَ كَلٰمَ اللّٰهِ ثُمَّ یُحَرِّفُوْنَهٗ مِنْۢ بَعْدِ مَا عَقَلُوْهُ وَ هُمْ یَعْلَمُوْنَ(۷۵) (پارہ: 1، سورۂ بقره: 75)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: حالانکې پۀ هغوئي کښې يوه ډله هغه وه چې هغوئي به د الله کلام اورېدلو او بيا پۀ هغې د پوهېدلو باوجود به يـې قصداً بدلولو۔
يعنې پۀ دوئي کښې يوه ډله داسې هم ده چې هغوئي د الله پاک کلام يعنې تورات شريف لولي، اوري، پۀ هغې پوهېږي بيا قصداً عمداً پۀ هغې کښې بدلون کوي۔ کله چې د هغوئي حالت داسې دے نو دوئي به اِيمان د کوم ځائے نه راوړي، ځکه تاسو د دوئي نه د اِيمان طمع مۀ لرئ۔۔۔!! ([1])
علمائے کرام فرمائي: د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم او د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان ډېر خواهش وو چې بني اِسرائيل کلمه ووائي او د جَنَّت حقدار جوړ شي خو دوئي به چې کله دا اِيمان نۀ قبلولو، د حق بالکل واضحه کېدو باوجود به يـې هم نۀ منلو نو دا د اوچتې مرتبې حضرات به ډېر خفه او غمژن کېدل، پۀ دې آيت کښې هغوئي له تسلي ورکړے شوه چې د غم کولو خبره نۀ ده، ستاسو تبليغ ښه دے، د پوهه کولو طريقه
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami