Share this link via
Personality Websites!
481366
9612
ذِکر دے (2): پۀ دوېمه حصه کښې د هٰغه بني اِسرائيلو ذِکر دے، کوم چې د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ ظاهري ژوند مبارک کښې موجود وو (3): پۀ درېمه حصه کښې د بني اِسرائيلو له خوا پۀ اِسلام د شوو اِعتراضونو جوابونه دي۔
د آيت: 75 نه دوېمه حصه شروع کېږي، يعنې د دې نه پۀ مخکښېنو آيتونو کښې د مخکښينۍ زمانې د بني اِسرائيلو ذِکر وو، اوس دلته د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ ظاهري ژوند مبارک کښې د موجودو بني اِسرائيلو د نافرمانو ذِکر شروع کېږي۔
پۀ روايتونو کښې دي: کله چې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هجرت اوکړو او مدينې منورې ته يـې تشريف راوړلو، هٰغه وخت نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دلته موجودو بني اِسرائيلو ته د اِسلام دعوت ورکړو او هغوئي يـې د الله پاک د کتاب طرف ته راوبلل خو پۀ هغوئي کښې ډېرو بد نصيبو د الله پاک د کتاب او د حق دِين نه اِنکار شروع کړو۔ ([1]) پۀ دې باندې دا آيت مبارک نازل شو، الله پاک وفرمائيل:
اَفَتَطْمَعُوْنَ اَنْ یُّؤْمِنُوْا لَكُمْ (پارہ: 1، سورۂ بقره: 75)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو اے مسلمانانو! آيا تاسو دا اُمېد ساتئ چې دوئي به ستاسو له وجې اِيمان راوړي۔
يعنې اے خوږه محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم او اے زما د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صحابۀ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami