Share this link via
Personality Websites!
481381
9612
دليلونو ورکولو، پۀ زيات عمر، د طاقت، منصب وغېره پۀ وجه مخامخ کَس خو غلے کولے شئ، ځانله خو تسلي ورکولے شئ خو د قيامت پۀ ورځ به داسې نۀ شي کېدے، آه! د قيامت پۀ ورځ به د مجرمانو پۀ خُلو باندې مُهر لګولے شي او زمونږه خپل اندامونه به زمونږ خلاف ګواهي ورکوي، هٰغه وخت به زمونږه چالاکي، طاقت او منصب هيڅ پۀ کار نۀ راځي۔
آج بنتا ہوں مُعَزَّزْ جو کُھلے حَشْر میں عَیْب
آہ! رُسوائی کی آفت میں پھنسوں گا یارَبّ!([1])
يقين اوکړئ چې ضد ډېره خطرناکه بيماري ده، څوک چې د غلطۍ ښودونکي پۀ خبره اورېدو پۀ اِنصاف سره پۀ خپل کردار باندې غور نۀ کوي، هغه چرې هم خپله اِصلاح نۀ شي کولے۔ لږ غور خو اوکړئ چې د ابو جهل، عُتبَه او شَېبه پۀ شان بد ترينه غېر مسلمه به د جهالت پۀ زمانه کښې څومره عزت داره ګڼلے کېدل، هغوئي پۀ خپلو سترګو باندې معجزې وليدلې، کاڼي يـې پۀ کلمه وئيلو وليدل، ونې يـې پۀ سجده کولو وليدلې، سپوږمۍ يـې پۀ دوه ټوټې کېدلو وليدله خو آه! بد بختي، دغه بد انجامو د ضد او جهالت لاره اِختيار کړله، اخر الله پاک د هغوئي پۀ زړونو باندې مُهر ولګولو او دوئي هم د کُفر پۀ حالت کښې مړه شول او د دوزخ خَشَاک ترې جوړ شو۔ پۀ وړومبۍ سيپاره، د سورة البقرة، پۀ آيت: 7 کښې د دغه اَزَلي غېر مسلمو پۀ باره کښې اِرشاد دے:
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami