Share this link via
Personality Websites!
481380
9612
پۀ خلقو کښې يو عادت دا هم زياتېږي چې د خپلې غلطۍ د منلو پۀ ځائے پۀ هغې باندې کلک ودرېږي، دا ورته معلومه هم وي چې زما نه غلطي شوې ده، بيا هم د خپل عزت پۀ وجه، د نفس او د شېطان پۀ ګيره کښې راګېر شي او د خپلې غلطې خبرې پۀ دليلونو د صحيح ثابتولو کوشش شروع کړي۔ دا هم ډېر خراب عادت دے۔ وګورئ! که چرې مونږ بيمار يو، نو که مونږ ډېر وايو چې زۀ بيمار نۀ يم، پۀ دې باندې دليلونه هم ورکوو نو آيا بيماري به ختمه شي؟ نۀ به ختمېږي۔ يو کَس وو، هغه ته د زړۀ دوره اوشوه، بعضې وخت چې اِنسان صحت مند وي نو دا هم ممکن ده چې هغه ته د زړۀ دوره (Heart Attack) ډېره سخته جټکه ور نۀ کړي، د هغه سره هم داسې وشول، د هغه پۀ سينه باندې سخت درد شو او بيا ټيک شو۔ دوستانو او خپلوانو يـې ورته ووئيل: وروره۔۔۔!! دا څۀ عام درد نۀ ښکاري، چيک اپ اوکړه! خو دے منلو ته تيار نۀ شو، د هغې نتېجه څۀ راغله چې يو څو ورځې پس پۀ هغه باندې بيا د زړۀ دوره راغله، بيا چې د ډاکټر خوا له لاړو نو معلومه شوه چې دا د زړۀ دوېمه دوره وه، نو د هغه عِلاج شروع کړے شو خو بيا ناوخته شوے وو۔ خوار د ژوند نه لاس ووينځلو۔
هم داسې د رُوحاني مرضونو (حسد، تکبر، بغض وغېره) حال هم دے، مونږ ډېر وايو چې زما نه غلطي نۀ ده شوې، ما چې څۀ کړي دي، هغه ټيک دي۔ که چرې هغه غلطي ده نو غلطي ده۔ زمونږه دليلونه هغه صحيح کولے نۀ شي۔ ځکه مونږ له غلطي منل پکار دي۔
ياد ساتئ چې پۀ دُنيا کښې خو به پۀ چالاکۍ، پۀ حيلو بانو کولو، پۀ اخوا دېخوا
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami