Share this link via
Personality Websites!
481376
9612
باندې صبر کول، دا عامه عاجزي ده۔ خپل ځان د دې نه د زيات اهل ګڼل (مثلاً ځان د نورو نه لوئي او نور د ځان نه سپک ګڼل) دا عام تکبر دے۔
(2): دوېمه ده: خاص تواضُع (یعنې خاص عاجزي)۔ دا څۀ ده: ځان د حق خبرې د قبلولو عادي جوړول۔ او د دې اُلټا چې کوم دي يعنې د حق خبرې نه ډډه کول، ځان د دې نه اوچت او لوئي ګڼل، دا خاص تکبر دے۔ ([1])
افسوس چې نن سبا دلته هم ضد (يعنې دا خاص تکبر کوم چې دے، دا) روان دے زياتېږي * څومره داسې خلق دي کوم چې حق خبرې اورېدو ته تيارېږي هم نۀ، اوري يـې خو منلو ته يـې تيارېږي نۀ * د نېکۍ د دعوت پۀ اورېدو حيلې بانې کوي * د وړو وړو خبرو نه د خپلې اَنا مسئله جوړول عام دي * ډېر خلق دي کوم چې نصيحت کول خپل سپکاوے ګڼي * پۀ کورونو کښې چې وګورې نو د جينۍ کور والا، د هلک يا د هغه کور والا نۀ شي پوهه کولے * د وړوکي خاندان والا د لوئي خاندان والا نۀ شي پوهه کولے * عام اِنسان څوک لوئي انسان نۀ شي پوهه کولے * عوام څۀ د دُنيائي منصب والا نۀ شي پوهه کولے * پۀ جوماتونو کښې څوک ځوان عالِم يا دِيني مُبَلِّغ مشر بوډا نۀ شي پوهه کولے، خلق پۀ پوهه کولو غصه کېږي، د نېکۍ د دعوت نه د خپلې اَنَا مسئله جوړوي، خطره وي چې که زۀ ښه خبره اوکړم نو هسې نه چې مخامخ کَس راسره جګړه
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami