Share this link via
Personality Websites!
481374
9612
الله! الله! دا دے د بني اِسرائيلو ضد، هټ دهرمي ، عِناد، د حق سره دښمني او اَنَا پرستي۔ اوس ووايئ چې کله د اِنسان حالت داسې وي نو پۀ هغه باندې حق خبره اثر څنګه کولے شي۔۔۔؟
د دې نه معلومه شوه چې عِنَادِ حق (يعنې د حق سره دښمني) او اَنَا پرستي ډېرې بدې بيماريانې دي، دا چې د کوم اِنسان پۀ زړۀ کښې وي نو هغه ګمراه کوي، داسې ضدي يـې جوړوي چې اِنسان پۀ ښکاره سترګو پۀ معجزو ليدلو هم ګمراه پاتې کېږي۔ ځکه مونږ له پکار دي چي د اَنَا پرستۍ او عِنادِ حق نه خپل ځان پاک او صفا وساتو۔
عِنادِ حق [د حق سره دښمني] څۀ ته وئيلے کېږي۔۔۔؟
د يوې دِيني خبرې د صحيح منلو باوجود د ضد پۀ وجه د هغې مخالفت کولو ته عِنَادِ حق (د حق سره دښمني) وئيلے کېږي۔ ([1]) الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:
اَلْقِیَا فِیْ جَهَنَّمَ كُلَّ كَفَّارٍ عَنِیْدٍۙ(۲۴) (پارہ:26، سورۂ قَ:24)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: (حُکم به اوشي) تاسو دواړه هر لوئي نا شُکره سرکشه پۀ دوزخ کښې واچوئ۔
يعنې د قيامت پۀ ورځ باندې چې به کله د حشر مېدان ته رسېږي نو فرښتو ته به حُکم کېږي: دا چې کوم نا شُکره ضديان کافران دي، دوئي ټول دوزخ ته وغورځوئ۔۔۔!!
د حضرت ابو هرېره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چي حضور نبي کريم، رؤف رحيم صَلَّى اللهُ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami