Share this link via
Personality Websites!
481138
9604
100 کالو پۀ فاصله باندې وي، د دومره لرې نه به د محشر والا خلق دوزخ وويني۔ پۀ قرآنِ کريم کښې دي:
اِذَا رَاَتْهُمْ مِّنْ مَّكَانٍۭ بَعِیْدٍ سَمِعُوْا لَهَا تَغَیُّظًا وَّ زَفِیْرًا(۱۲) (پارہ:18، سورۂ فُرْقَان:12)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: چې کله به هٰغه وور هغوئي ته د لرې ځائے نه ګوري نو کافران به د هغې جوش وهل او غړمبېدل اوري۔
روايت دے: دوزخ به لا د مخلوق نه د 100 کالو پۀ فاصله وي، پۀ دې کښې به دومره تېزه لـمبه پېدا شي چې مخلوق به ترې ويرېږي۔ کله به چې بيا لـمبه پېدا شي نو مقربې فرښتې او نبي مرسَل به هم د عاجزۍ اظهار کوي ، بيا چې کله پۀ درېم ځل لـمبه ووهي نو د خلقو زړونه به د مرۍ پورې راشي او عقلونه به وېرېږي۔ ([1])
د حضرت علاف بن خالِد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه روايت دے: د دوزخ يوه حصه به بله حصه دننه خوري۔ دوزخ به يو داسې غړمبارے وکړي، د کومې پۀ اورېدو چې به هر نبي، هر صِدِّيق، پۀ زنګونانو زمکې له تشريف يوسي۔ د ټولو پۀ خُله باندې به صرف يوه خبره وي: نَفسِي نَفسِي يعنې مولیٰ! ما اوبخښې، مولیٰ! ما ته اَمان را عطا کړې۔ خو قربان شم! پۀ اُمت باندې مهربانه آقا، محبوب مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هٰغه وخت هم اُمتي اُمتي نعرې وهي۔
وہ پاک دِل کہ نہیں جس کو اپنا اَندیشہ ہجومِ فکر و تَرَدُّد میں گِھر گیا ہو گا
ہزار جان فِدا نرم نرم پاؤں سے پُکار سُن کے اَسِیْروں کی دوڑتا ہو گا
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami