Share this link via
Personality Websites!
481160
9604
د اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: د قيامت پۀ ورځ به تاسو پۀ خپلو او ستاسو د پلارانو پۀ نومونو رابللے شي لهذا خپل ځان له ښه نومونه ږدئ۔ ([1])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! علمائے کرام ليکې چي: ماشوم له ښه نوم کېښودل پکار دي د ډېرو خلقو داسې نومونه دي د کومو چې څۀ معنې نشته يا د هغې بدې معنې دي د داسې نومونو کېښودو نه ډډه اوکړئ * د انبيائے کرامو عَلَیْهِمُ السَّلَام او د صحابۀ کرامو او تابعينو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم پۀ نومونو باندې نومونه کېښودل بهتره خبره ده، اُمېد دے چې د هغوئي برکت به پۀ ماشوم کښې کېښودے شي * که ماشوم ژوندے پېدا شي او که مړ، د هغه بدن که پوره وي او که نۀ، بهر حال د هغه نوم کېښودل پکار دي * پۀ حديثِ پاک کښې دي: د کَچه ماشوم (يعنې د کوم ماشوم چې کوم اندام جوړ شي يا پۀ خِېټه کښې د څلورو مياشتو شي د هغه) نوم ږدئ الله پاک به د هغه پۀ ذريعه باندې ستاسو د عمل تَله درَنه کړي * جبريل يا مېکائيل وغېره نوم مۀ ږدئ * ياسين يا طٰهٰ نوم کېښودل منع دي * محمد ياسين نوم هم مۀ ږدئ، آؤ که چرې وغواړئ نو غُلام ياسين او غلام طٰهٰ نوم کېږدئ * کوم نومونه چې غلط وي هغه بدلول پکار دي او ښه نوم کېښودل پکار دي ځکه چې د خپل اُمَّت سره محبت کوونکي خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به غلط نومونه پۀ ښو نومونو سره بدلول۔ د يوې زنانه نوم عاصِيَه (د عېن او صاد سره يعنې ګنهګاره) وو، رسولِ کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغې نوم بدل کړو او جميله يـې کېښودلو۔ (يو نوم آسيه د الف مده او سين سره هم کېښودلے شي، دا ښه نوم دے، پۀ کېښودو کښې يـې هيڅ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami