Share this link via
Personality Websites!
481155
9604
الله پاک دې مونږ ته هم د قرآنِ پاک د ښه ډېر تلاوت کولو توفيق راعطا کړي۔ کاش چې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شفاعت پۀ وسيله د دوزخ نه بچ کېدل او پۀ جَنَّتُ الفِردوس کښې د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ګاؤنډ ته رسېدل زمونږ نصيب شي۔ اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
دارُ الـمدينه انټرنيشنل اِسلامک سکول سسټم
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دعوتِ اِسلامي د دِيني علومو سره سره د دُنيائي عِلم پۀ ذريعه هم د معاشرې د کاميابۍ کارونه کوي، د عاشقانِ رسول د دِيني تنظيم دعوتِ اِسلامي د انتطام لاندې يوه اهمه تعليمي شعبه: دارُ الـمدينه انټرنيشنل اِسلامک سکول سسټم جوړه کړے شوې ده۔ د کومې مقصد چې د دِيني قدرونو سره سره پۀ جديد تقاضو پوره معياري تعليم ورکول دي۔
د الله پاک پۀ فضل او کرم سره دارُ الـمدينه انټرنيشنل اِسلامک سکول سسټم پۀ کمه موده کښې ډېره ترقي کړې ده۔ اوسه پورې پۀ ملک او بهر ملکونو کښې د 175 نه زيات کېمپسز پۀ کاميابۍ سره جوړ کړے شوي دي، چرته چې د 41 زرو نه زيات زنانه او نارينه طالبِ علمان تعليم حاصلوي او د يو منظم، عزت مند او هر اړه خيز تعليمي ماحول نه فائدې حاصلوي۔ نور د تعليمي ترقۍ د دې سفر د وړاندې بوتللو سره پۀ کال 2024ء کښې پۀ اسلام آباد کښې دار الـمدينه انټرنيشنل يونيورسټي باقاعده جوړه کړے شوه، کومه چې د اعلیٰ تعليم پۀ مېدان کښې يو ډېر اهم حېثيت لري۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami