Share this link via
Personality Websites!
481154
9604
اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: قرآن لولئ! بے شکه کوم زړۀ چې د قرآنِ کريم جزدان[کڅوړه] وي، الله پاک هٰغه زړۀ له عذاب نۀ ورکوي۔ ([1])
فلموں سے ڈراموں سے دے نفرت تُو الہٰی! بس شوق مجھے نعت و تلاوت کا خُدا دے([2])
حضرت حسن بن دينار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: حضرت ثابت بناني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو ځل د حضرت مُطَرَّف بن عبد الله رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خوا له د تپوس دپاره لاړو، هٰغه وخت حضرت مُطَرَّف رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بے هوشه وو، حضرت ثابت بناني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وليدل چې د بے هوشۍ پۀ حالت کښې د حضرت مُطَرَّف رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه د نُور درې شعلې پورته کېږي، يو د سر نه، بله د خِېټې نه او درېمه د ښپو د طرف نه۔ فرمائي چې د دې پۀ ليدلو مونږ وېرېدو، کله چې هغوئي لږ ټيک شو نو مونږ عرض اوکړو: مونږ ستاسو د سر، خِېټې او د ښپو د طرف نه د نُور پورته کېدونکې شعلې وليدلې۔ حضرت مُطَرَّف رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفرمائيل: آيا واقعي چې تاسو داسې ليدلي دي؟ عرض مو اوکړو: آؤ جي! پۀ دې باندې حضرت مُطَرَّف رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفرمائيل: دا د سورۀ السَّجده د تِلاوت برکت دے۔ د دې سُورت مبارک 30 آيتونه دي، وړومبي 10 آيتونه د سر د طرف نه، مينځني 10 آيتونه، د مينځ نه او اخري 10 آيتونه د ښپو د طرف نه پورته کېږي او زما يقين دے چې دا به زما شفاعت هم کوي۔ ([3])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami