Share this link via
Personality Websites!
481151
9604
الله پاک دې زمونږ د الله پاک د وېرې نه ژړېدل نصيب کړي۔
اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ
(4): د ثواب پۀ نيت باندې اذان کوئ
د صحابئ رسول حضرت عبد الله بن عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهما نه روايت دے، مالِک او مختار، د دواړو جهانو تاجدار، د زړونو قرار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: چا چې د ثواب د پاره د 7 کالو پورې اذان اوکړو، د هغه د پاره د دوزخ نه نجات ليکلے کېږي۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه چې د الله پاک د رضا د پاره اذان کول هم د دوزخ نه بچ کوونکے عمل دے۔ کاش چې مونږ د اذان سعادت حاصلوونکي جوړ شو، اذان کول څۀ ګران کار خو نۀ دے، مونږ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! مسلمانان يو، هم د ماشومتوب نه اذانونه اورو، پۀ ټول اذان کښې صرف 15 کلمات دي، دا کلمات پۀ ښه طريقه ياد کړئ او يو عاشقِ رسول قاري صاحب ته يـې واوروئ! بيا وخت پۀ وخت صرف د الله پاک د رضا د پاره پۀ جومات کښې اذان کوئ، که الله پاک وغوښتل نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډېر ثوابونه به حاصل کړئ او د دوزخ نه به مو نجات هم نصيب شي۔
(5): د جَمعې سره د نـمونځ بندوبست کوئ
د صحابئ رسول، حضرت اَنس بن مالِک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، د مدينے تاجدار، د زړونو قرار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: څوک چې د الله پاک د رضا د پاره 40 ورځې د
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami