Share this link via
Personality Websites!
481150
9604
وحشت۔۔۔! او لا دا وحشت به نۀ وي لرې شوے چې مُنکر نَکِير به تشريف راوړي، آؤ! آؤ! پۀ قبر کښې به اِمتحان وي، افسوس! ډېر افسوس! که زۀ پۀ خپلو ګناهونو راګېر کړے شوم او پۀ قبر کښې پۀ اِمتحان کښې ناکامه شوم نو زما به څۀ کېږي؟ * آه! که د قيامت پۀ ورځ پۀ ګناهونو باندې راګېر کړے شوم، خُدائے دې نۀ کړي که زۀ دوزخ ته وغورځولے شوم نو زما به څۀ کېږي۔۔۔؟ * هۍ! هۍ! هٰغه د دوزخ خطرناکې سزاګانې، د هٰغه ځائے لوئي لوئي ماران، د بختي(تيزرفتاره او طاقتور)اوښانو پۀ شان لړمانان، ډېر تېز وور کوم چې به دننه وجود هم سېزي، آه! که زما معافي نصيب نۀ شوه، د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شفاعت نه هم محرومه شوم او زۀ دوزخ ته وغورځولے شوم نو زما به څۀ کېږي۔۔۔؟؟
دِل ہائے گناہوں سے بیزار نہیں ہوتا مَغْلوب شَہا! نفس بَدْکار نہیں ہوتا
اے ربّ کے حبیب آؤ!اے میرے طبیب آؤ اچھا یہ گناہوں کا بیمار نہیں ہوتا
گو لاکھ کروں کوشش اِصلاح نہیں ہوتی پاکیزہ گناہوں سے کِردار نہیں ہوتا
یہ سانس کی مالا اب بس ٹوٹنے والی ہے دل آہ! مگر اب بھی بیدار نہیں ہوتا([1])
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! داسې که خپل ګناهونه ،قبر او اخرت پۀ سوچ کښې راولۍ نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د الله پاک د وېرې نه به مو زړۀ پۀ رپېدو شي او پۀ سترګو کښې به مو اوښکې هم راشي۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami