Share this link via
Personality Websites!
481132
9604
پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے۔ ([1])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ چې د بيان اورېدو نه مخكښې څۀ ښه ښه نِيَّتونه اوكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښېنم * ښه پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
د صحابئ رسول حضرت اَبُو سعيد خُدري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، يو ځل رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سُلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف فرما وو، صحابۀ کرام عَليهمُ الرّضوَان هم حاضر وو۔ پۀ دې کښې پۀ هغوئي باندې د وَحي د نازلېدو حالت شو۔ (صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان پۀ ادب سره اِنتظار شروع کړو چې اوس به کوم نوي آيتونه نازلېږي)۔ څنګه چې وَحي پوره شوه، د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رنګ مبارک بدل شو، د غم د سخت والي نخښې پۀ مخ مبارک باندې پۀ نظر راتلل شروع شوې۔
د دې حالت مبارک پۀ ليدلو سره صحابۀ کرام عَليهمُ الرّضوَان پرېشانه شول۔ عرض يـې اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! څۀ معامله ده، وه يـې فرمائيل: جبرائيلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami