Share this link via
Personality Websites!
481149
9604
د حضرت عبد الله بن عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهما نه روايت دے، مکي مدني سرکار، د زړونو قرار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: دوه قِسمه سترګو ته به د دوزخ وور نۀ ورنزدې کېږي: (1): هٰغه سترګه کومه چې د شپې پۀ څۀ حصه کښې د الله پاک د وېرې نه وژاړي (2): او دوېمه هٰغه سترګه کومه چې د الله پاک پۀ لار کښې پۀ څوکۍ کولو شپه تېره کړي۔ ([1])
د الله پاک د وېرې نه د ژړېدو عادت څنګه جوړول پکار دې؟
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! معلومه شوه چې د الله پاک د وېرې نه ژړېدل د دوزخ نه بچ کوونکے عمل دے، کاش چې زمونږ هم خالص د الله پاک د رضا د پاره د الله پاک د وېرې پۀ وجه ژړېدل نصيب شي۔
روزانه پۀ تنهايۍ کښې که کېدے شي نو هديرې ته ځئ او سترګې پټوئ او کښېنئ، خپله کمزوري او بے وسي پۀ خيال کښې راولئ، خپل ګناهونه يادوئ او سوچ کوئ چې * آه! که پۀ ګناهونو راګېر کړے شوم، الله پاک زما نه ناراضه شو نو زۀ به څۀ کووم؟ * آه! ډېر زر به حضرت ملكُ المَوت عَلَیْهِ السَّلَام تشريف راوړي، زما رُوح به قبض کولے شي، بيا به زر زما دوستان خپلوان غسل راکړي، کفن به راته واچوي او د جنازې کولو نه پس به مې تيارۀ قبر ته کوز کړي، داسې تنګ کور، داسې تنهائي، وېره، سخته تيارۀ چې چرې به مخکښې د دې تجربه نۀ وي شوې، لا به د مرګ تکليفونه هم نۀ وي کم شوي چې د قبر
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami