Share this link via
Personality Websites!
481146
9604
دوزخ نه د بچ کېدو د پاره د الله پاک نه سوال اوکړے شي۔ پۀ حديثِ پاک کښې دي، د الله اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: څوک چې د الله پاک نه درې کرته جَنَّت وغواړي نو جَنَّت وائي: اِلٰہی! دے جَنَّت ته داخِل کړې او څوک چې درې کرته د دوزخ نه پناه وغواړي نو دوزخ وائي: اِلٰہی! دۀ له د وور نه امان ورکړې۔ ([1])
د دوزخ نه پناه پۀ دې الفاظو سره هم غوښتلے شئ: يا الله! ما د دوزخ نه بچ کړې!۔
گناہ گار ہوں میں لائقِ جہنم ہوں کرم سے بخش دے مجھ کو نہ دے سزا یا ربّ!
بُرائیوں پہ پشیماں ہوں رَحم فرمادے ہے تیرے قہر پہ حاوی تری عطا یاربّ!
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
سحر او ماښام د دوزخ نه د پناه غوښتو فضيلت
صحابئ رسول حضرت مسلِم بن حارِث رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ما ته وفرمائيل: د سحر د نـمونځ نه پس د خبرو کولو نه مخکښې دا کلمات: اَللّٰہُمَّ اَجِرْنِی مِنَ النَّار (اے الله! ما د دوزخ د وور نه بچ کړې) 7 کرته لوله ۔ که تۀ پۀ هٰغه ورځ مړ شوې نو الله پاک به ستا د پاره د دوزخ نه امان وليکي۔ دغه شان د ماښام د نـمونځ پس د خبرو کولو نه مخکښې دا کلمات 7 کرته لوله: اَللّٰہُمَّ اَجِرْنِی مِنَ النَّار (اے الله! ما د دوزخ د وور نه بچ کړې) 7 کرته لوله ، بيا که تۀ پۀ دغه شپه مړ شوې نو الله پاک به ستا د
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami