Share this link via
Personality Websites!
481145
9604
د دوزخ نه د بچ کېدو پوره کوشش کوئ!
د الله پاک خوږ او اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: (اے خلقو!) د جَنَّت د حاصلولو د پاره پوره پوره کوشش کوئ او پۀ پوره کوشش سره د دوزخ نه لرې تښتئ۔۔۔! بے شکه د جَنَّت طلب ګار چرې هم غافله کېږي نۀ، بے شکه د دوزخ نه تښتېدونکے چرې هم د غفلت پۀ خوب نۀ اودۀ کېږي، بے شکه اخرت د نا خوښه کارونو نه ډک دے (يعنې پۀ اخرت کښې د کاميابۍ د پاره د نفس خواهشات پرېښودل وي) او دُنيا د خوندونو او خواهشاتو نه ډکه ده، بس د دُنيا دا خوندونه او خواهشات دې تاسو د اخرت نه هيچرې هم غافله نۀ کړي۔ ([1])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! يقيناً چې د دوزخ عذابونه برداشت کول پۀ مونږ کښې د چا هم د وَس کار نۀ دے۔ اوس لا مونږ ژوندي يو، زمونږ ساه ګانې چلېږي، اوس موقع ده، راځئ چې نېک کارونه اوکړو، جَنَّت ته بوتلونکي، د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د رضا والا کارونه اوکړو۔ راځئ چې د دوزخ نه نجات ورکوونکي يو څو اعمال پۀ دې نيت سره واورو چې هغه به باقاعده د خپل ژوند برخه جوړوو۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!
(1): د دوزخ نه د خلاصي دُعا کوئ!
د دوزخ نه د بچ کېدو او د نجات حاصلولو د پاره وړومبے عمل خو هم دا دے چې د
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami