Share this link via
Personality Websites!
481142
9604
څۀ خبره ده؟ زۀ ستاسو رنګ بدل وينم؟ حضرت جبرائيلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام عرض اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! دا وخت الله پاک د دوزخ د وور د لـمبه کولو حُکم کړے دے۔ رسولِ خُدا، احمد مجتبیٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: جبرائيله! ما ته د دوزخ په باره کښې ووايه! حضرت جبرائيلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام عرض اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! الله پاک دوزخ ته حُکم اوکړو نو د هغې وور د زر [1000] کالو پورې پۀ لـمبو وو، تر دې پورې چې وور سور شو، بيا د زرو [1000] کالو پورې لـمبه کړے شو، تر دې پورې چې هغه سور شو بيا د زرو [1000] کالو پورې لـمبه کړے شو، تر دې پورې چې هغه بالکل تور شو، اوس د دوزخ وور تور دے، نۀ پۀ هغې کښې سپرغټه رڼاکيږي، نۀ د هغې غرغنډې ختميږي، نۀ د دۀ لـمبې مړې کېږي، پۀ هٰغه ذات مې دې قسم وي! کوم چې تاسو رښتونے نبي راولېږلئ، که د ستنې د سوري برابر هم دوزخ پرانستے شي نو د زمکې والا به ټول فنا شي، پۀ هٰغه ذات مې دې قسم وي! کوم چې تاسو د حق سره راولېږئ! که د دوزخ د زنځيرونو يوه کړۍ د دنيا پۀ غرونو باندې کېښودے شي نو دا به ټوټې ټوټې شي او پۀ زمکه به ننوځي۔ ([1])
خوف دوزخ کا آہ! رحمت ہو خاکِ طیبہ کا واسطہ یارَبّ!
میرا نازُک بدن جہنّم سے از طفیلِ رضا بچا یارَبّ! ([2])
صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami