Share this link via
Personality Websites!
481059
9600
پۀ يو حديثِ پاک کښې دي: د الله پاک د وِېرې نه ژړېدونکے به هيڅکله دوزخ ته نۀ داخلېږي د دې پورې چې پۍ تي ته واپس لاړ شي۔ ([1])
مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاک لاندې فرمائي: مطلب دا دے چې لکه څنګه چې د تي نه وتلي پۍ واپس تي ته تلل ممکن نۀ دي، هم داسې د الله پاک د وِېرې نه د ژړېدونکي کَس دوزخ ته تلل ناممکن دي۔ ([2])
لائِقِ نار ہیں مِرے اعمال التجا یاخُدا کرم کی ہے([3])
الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق را عطا کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
الله پاک فرمائي:
ثُمَّ قَسَتْ قُلُوْبُكُمْ مِّنْۢ بَعْدِ ذٰلِكَ فَهِیَ كَالْحِجَارَةِ اَوْ اَشَدُّ قَسْوَةًؕ- (پارہ:1، سورۀ بقره:74)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بيا د هغې نه پس ستاسو زړونه سخت شول نو هغه د کاڼو پۀ شان دي بلکې د هغو نه هُم زيات سخت دي۔
دا د بني اِسرائيلو عېب بيان شو چې د هغوئي زړونه د کاڼو نه هم سخت شول، ځکه پۀ هغوئي باندې څۀ نصيحت اَثَر نۀ کوي۔ زمونږ د پاره حکم دے چې مونږه د دې بدقِسمتۍ نه ځان بچ کړو، د خپل زړۀ ښه پوره حفاظت اوکړو او دا هيڅکله هم مړ کېدو ته نۀ پرېږدو۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami