Share this link via
Personality Websites!
481058
9600
واورېدله نو د الله پاک د نبي عَلَیْهِ السَّلَام پرې رحم راغلو، هغوئي پۀ لاس کښې راواخستو، د الله پاک پۀ بارګاه کښې يـې دُعا اوکړله: يا الله پاکه! دا کاڼے د دوزخ د وور نه محفوظ کړې۔ الله پاک د هغوئي دعا قبوله کړله او فوراً يـې وحي راولېږله چې مونږه دا کاڼے د دوزخ د وور نه ازاد کړو۔ د الله پاک نبي عَلَیْهِ السَّلَام کاڼي له دا زېرے ورکړو او وړاندې يـې تشريف يوړلو، چې کله واپس راغلو او وه يـې کتل نو د کاڼي نه بيا هم اوبه بهېدلې، د الله پاک نبي عَلَیْهِ السَّلَام ترېنه پوښتنه اوکړه: تا ته د دوزخ د وور نه د ازادۍ زېرے مېلاؤ شوے دے، اوس څۀ معامله ده؟ اوس ولې ژاړې؟ کاڼي عرض اوکړو: ذٰلِکَ کَانَ بُکَاءَ الْخَوْفِ وَ ہٰذَا بُکَاءُ الشُّکْرِ يعنې مخکښې مې د الله پاک د وېرې نه اوښکې بهېدلې، اوس د شُکرانے اوښکې توئي کووم۔ ([1])
د الله پاک د وِېرې نه د ژړېدو فضيلتونه
الله! الله! کاش چې زمونږه هم د الله پاک د وېري نه ژړېدل نصيب شي۔ د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د کوم مؤمِن د سترګو نه چې د الله پاک د وېرې له وجې اوښکې راووځي اګر که د مچ د سر برابر وي، بيا هٰغه اوښکې د هغه د مخ ظاهرې حصې ته راورسي نو الله پاک پۀ هغه باندې دوزخ حراموي ۔ ([2])
قلب پتھر سے بھی سختی میں بڑھا جاتا ہے خَول پر خول سیاہی کا چڑھا جاتا ہے
لاؤں وہ اشک کہاں سے جو سیاہی دھوئیں گندگی میں مرا دِل حد سے بڑھا جاتا ہے
المدد...!! یا شہِ ابرار مدینے والے! قلب سے خوفِ خُدا دور ہوا جاتا ہے
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami