Share this link via
Personality Websites!
481057
9600
وَ اِنَّ مِنَ الْحِجَارَةِ لَمَا یَتَفَجَّرُ مِنْهُ الْاَنْهٰرُؕ-وَ اِنَّ مِنْهَا لَمَا یَشَّقَّقُ فَیَخْرُ جُ مِنْهُ الْمَآءُؕ-وَ اِنَّ مِنْهَا لَمَا یَهْبِطُ مِنْ خَشْیَةِ اللّٰهِؕ- (پارہ:1، سورۀ بقره:74)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د کاڼو نه خو څۀ هغه دي د کومو نه چې نهرونه بهېږي، او څۀ هٰغه دي چې کله هغه وچوي نو اوبه ترېنه را ووځي او څۀ هغه دي کوم چې د الله له وېرې راغورځېږي، او الله ستاسو د کړو نه هيڅ کله بے خبره نۀ دے۔
يعنې پۀ غرونو کښې د الله پاک وېره هم وي او د دومره حده پورې وي چې د وېرې د وجې نه د هغو نه نهرونه بهېږي، غرونه چوي ، د بعضې غرونو غټ غټ ګټان، غټې غټې غونډۍ د الله پاک د وېرې نه راخوئېږي او ښکته راپرېوځي۔
اِمام ابو القاسِم قُشَيري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلي دي: د الله پاک يو نبي عَلَیْهِ السَّلَام چرته پۀ يو ځائے باندې تېرېدلو، هغوئي پۀ لاره کښې يو وړوکے شان کاڼے وليدلو، د هغې نه مسلسل اوبه راوتلې، د لوئي غر نه چينه جاري کېدل د معمول خبره ده خو د وړوکي شان کاڼي نه اوبه راوتل او مسلسل بهيدل دا د حېرانتيا خبره ده، د الله پاک نبي عَلَیْهِ السَّلَام چې د کاڼې نه اوبه راوتلې وليدلې نو حېران شو نو الله پاک هٰغه کاڼي ته د خبرو کولو طاقت ورعطا کړلو، کاڼي عرض اوکړو: اے د الله پاک نبي عَلَیْهِ السَّلَام ! چې د کله نه ما ته معلومه شوې ده چې د دوزخ خَشاک انسانان او کاڼي دي، د هٰغه وخت نه زۀ د الله پاک د وېرې د وجې نه ژاړم، تاسو عَلَیْهِ السَّلَام چې کومې اوبه زما نه بهيدونکې وينئ، دا اوبه نۀ دي بلکې زما اوښکې دي کومې چې د الله پاک د وېرې له وجې بهېږي۔ د کاڼي د درد نه ډکه دا خبره چې يـې
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami