Share this link via
Personality Websites!
481055
9600
الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:
وَّ سَخَّرْنَا مَعَ دَاوٗدَ الْجِبَالَ یُسَبِّحْنَ وَ الطَّیْرَؕ-وَ كُنَّا فٰعِلِیْنَ(۷۹) (پارہ:17، سورۀ الانبیاء: 79)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او غرونه او مرغۍ مو د داؤد تابع کړلې چې هغه غرونو او مرغو به تَسْبِيْح کوله او دا (هر څۀ) کوونکي مونږه وو۔
معلومه شوه چې پۀ زمکه او اسمان کښي څۀ هم دي، نمر، سپوږمۍ، ستوري، غرونه وغېره ټول د الله پاک پۀ حضور کښې سجده کوي، اوس د هغوي سجده څنګه ده؟ کله يـې کوي؟ څنګه يـې کوي؟ پۀ کوم انداز يـې کوي؟ دې نه الله پاک ښه خبر دے۔ * د ابو جهل پۀ لاس کښې کاڼو کلمه ووئيله، کومه چې ابو جهل هم واورېدله * د مکې مکرمې بعضو خوش قِسمه کاڼو به د رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خِدمت کښې سلام هم پېش کولو * د اُحُد غر پۀ باره کښې اِرشاد وشو: هَذَا اُحُدٌ يُحِبُّنَا وَنُحِبُّهٗ يعنې اُحُد غر زمونږ سره محبت کوي، مونږ د دۀ سره محبت کوو۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے د اُحُد د غر۔۔۔!! مَاشَآءَ اللہ! دا عاشقِ رسول غر دے او د دې مقدس غر د قِسمت نه زار شم! زمونږه کلونه تېر شول د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د غلامۍ پۀ نعرو وهلو، قِسمت والا خو هغه دے کوم چې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم قبول کړو۔
اللہ کا مَحْبُوب بنے جو تمہیں چاہے اُس کا تو بیاں ہی نہیں کچھ تم جسے چاہو([2])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami