Share this link via
Personality Websites!
481053
9600
اوکړه، د سخي عبادت يـې شروع کړو * هغوئي ته د توبې توفيق ورکړے شو، هغوئي ناشکري اوکړه * د هغوئي 70 کَسان کوهِ طُور ته وغوښتلے شول، هغوئي ګستاخي اوکړه * هغوئي ته من او سلویٰ عطا کړے شو، هغوئي ناشکري اوکړه * هغوئي ته د قدرت نخښې وښودلے شوې، هغوئي ناشکري اوکړه، د الله پاک پۀ نافرمانو کښې مصروف اوسېدل، د ګناهونو نه منع نه شول، اخر يـې نتېجه دا راغله چې د هغوئي زړونه سخت شول۔ څومره سخت شول؟ وه يـې فرمائيل:
فَهِیَ كَالْحِجَارَةِ (پارہ:1، سورۀ بقره:74)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو هغه د کاڼو پۀ شان دي۔
دا د ډېرې سختۍ علامت دے، هسې خو سخت نور څيزونه هم وي، اوسپنه څومره سخته وي خو چې پۀ وور کښې يـې کېږدې نو نرمه شي * لرګے هم سخت وي خو چې پۀ اوبو کښې يـې کېږدې نو نرم شي * پلاسټک سخت وي خو چې وور ته يـې وغورځوې نو وِيلې شي * کاڼے داسې څيز دے چې که پۀ اوبو کښې يـې کېږدې نو وِيلې کېږي نۀ، پۀ وور کښې سوزي نۀ، پۀ نمر او ګرمېدو کښې ويلې کېږي نۀ، دا ماتولے، پۀ څَټَک باندې وړوکے وړوکے کېدے خو شي خو نرمېدے نشي، داسې بني اِسرائيلو ته د ګناهونو سزا مېلاؤ شوه، د هغوئي د نافرمانو سپېرۀ والے دا شو چې د هغوئي زړونه د کاڼي پۀ شان سخت شول، يعنې داسې شول چې اوس پۀ څۀ نرمېدے نشي۔
بلکې خبره خو د دې نه هم مخکښې تلې ده، هغه څنګه؟ وه يـې فرمائيل:
اَوْ اَشَدُّ قَسْوَةًؕ- (پارہ:1، سورۀ بقره:74)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بلکې د هغو نه هُم زيات سخت دي۔
يعنې د هغوئي زړونه د کاڼي نه هم سخت شول۔ نو اوس به د کاڼي نه زيات سخت څۀ څيز وي؟ الله پاک وفرمائيل:
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami