Share this link via
Personality Websites!
481068
9600
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! نن د ټېکنالوجۍ دور دے۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د عاشقانِ رسول ديني تنظيم دعوتِ اِسلامي د جديد ټېکنالوجۍ پۀ ذريعه هم د عِلمِ دِين عام کولو کوشش کوي۔ د دعوتِ اِسلامي د I.T ډيپارټمنټ له خوا يو موبائل ايپلي کېشن جاري کړے شوے دے، د کوم نوم چې : Quran Al kareem (القرآن الکریم ) دے۔ پۀ دې ايپلي کېشن کښې * د پوره قرآنِ پاک لوستلو * او د مختلفو قاريانو پۀ اوازونو کښې د قرآنِ پاک اورېدلو سهولت موجود دے * دې سره سره يو خاص سورت يا آيت Bookmark کېدے هم شي يعني بيا بيا لوستلے کيدونکے سورت يا آيت د Bookmark کېدو سره پۀ اسانۍ سره لوستلے کېدے شي۔ اوسه پورې تقريباً د لسو لاکو نه زياتو کَسانو دا ايپلي کېشن ډاؤن لوډ کړے دے۔ تاسو هم دا ايپلي کېشن پۀ خپل موبائل کښې انسټال کړئ، پخپله ترېنه هم فائده واخلئ او نورو ته هم د دې ترغيب ورکړئ۔
صَـلُّـوْا عَـلَـی الْحَبِيْـب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
د بيان پۀ اخره کښې راځئ چې يوه شرعي مسئله زده کړو:
(د صحيح شرعي مسئلې يا پۀ خلقو کښې د پرتې غلط فهمۍ پۀ ګوته کول)
مسئله: د ماښام پۀ نـمونځ کښې دومره ناوخته کول چې ستوري راوخېژي، مکروهِ تحريمي دي۔
وضاحت: عام طور پۀ خلقو کښې دا غلط فهمي ده، خلق ګڼي چې کله ستوري راوخېژي نو اوس د ماښام وخت ختم شو۔ داسې نۀ ده۔ د ماښام د نـمونځ وخت د ماسخوتن پورې وي۔ يعنې د ماسخوتن وخت چې څنګه شروع شي نو د ماښام وخت به ختم شي۔ که چرې د ماښام نـمونځ پاتې شو، وه مو نۀ کړو، لا د ماسخوتن وخت نۀ دے شروع شوے
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami