Share this link via
Personality Websites!
481067
9600
مياں شېر محمد شرقپوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د پاکستان پۀ مشهورو اوليائے کرامو کښې دے، يو ځل د هغوئي يو مُريد د هغوئي پۀ خدمت کښې عرض اوکړو: عالي جاه! زما يو ځوي دے: فتح محمد۔ ما هغه پۀ ډېر شوق باندې د قرآن حافظ جوړ کړو خو هغه نـمونځ نۀ کوي۔ مياں شېر محمد شرقپوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفرمائيل: هغه زما خوا له راوله۔ نو مُريد دوه ورځې پس خپل ځوي د ځان سره حاضر کړو او عرض يـې اوکړو: حضور! فتح محمد حاضر دے۔ مياں شېر محمد شرقپوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ ډېره مينه پوښتنه اوکړه: فتح محمده! نـمونځ ولې نۀ کوې؟ عرض يـې اوکړو: نـمونځ ته زما زړۀ نۀ کېږي، که نـمونځ راباندې کوئ نو زړۀ راله ولګوئ۔
مياں شېر محمد شرقپوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ چټايۍ باندې ملاست وو، د فتح محمد خبره چې يـې واورېدله نو پۀ جوش کښې کېناستو او د شهادت پۀ ګوته باندې يـې د هغه د زړۀ طرف ته اشاره اوکړه او وه يـې فرمائيل: لاړ شۀ! اوس به دې زړۀ لګي۔ بس د الله پاک د کامِل ولي هم دومره وئيل وو چې د فتح محمد دا حالت شو چې د ماسپښين نـمونځ به يـې شروع کړو نو د مازيګره پورې به هم د ماسپښين نـمونځ پوره کېدلو، د ماسخوتن نيت چې به يـې وتړلو نو سحر به پرې شو۔ ([1])
طیبہ سے مَنْگائی جاتی ہے، سِیْنوں میں چُھپائی جاتی ہے
تَوحید کی مَے پیالے سے نہیں، نظروں سے پِلائی جاتی ہے
الله پاک دې مونږ ته د اوليائے کرامو سره د محبت کولو، د هغوئي د کرم د نظر د طلبګار اوسېدو او بس هم د نېک صحبت اختيارولو توفيق را عطا کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami