Share this link via
Personality Websites!
481064
9600
د الله د ذِکر ډير ډير کولو سره د زړۀ نه زنګ لرې کېږي۔ پۀ حديث شريف کښې دي: د الله پاک حبيب، د زړونو طبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: بے شکه لکه څنګه چې اوسپنه زنګ نيسي، هم داسې زړونه هم زنګ نيسي۔ عرض اوکړے شو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! د زړۀ د زنګ علاج څۀ دے؟ وه يـې فرمائيل: مرګ پۀ کثرت سره يادول او د الله ذِکر ډير ډير کول۔ ([1])
کاش لَبْ پر مِرے رہے جاری ذِکْر آٹھوں پَہَر ترا یاربّ!
چَشمِ تَر اور قلبِ مُضْطَر دے اپنی اُلفت کی مَے پِلا یاربّ!([2])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د زړۀ نه د زنګ لرې کولو والا دويم نېک عمل دے: مرګ رايادول۔ آؤ جي! د مرګ د رايادولو سره هم د زړۀ نه زنګ لرې کېږي۔ امام اِبنِ ابي دُنيا رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلي دي: يو ځل يوه زنانه د حضرت عائشه، صِدِّيقه، طيبه، طاهِره رَضِىَ اللهُ عَـنْها پۀ خدمت کښې حاضره شوه او د زړۀ د سختۍ شکايت يـې اوکړو۔ حضرت عائشه صِدِّيقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها ورته وفرمائيل: اَکْثِرِیْ ذِکْرَ الْمَوْتِ يعنې مرګ ډير ډير يادوه!
يو څو ورځې پس هٰغه زنانه واپس راغله او د حضرت عائشه صِدِّيقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها مننه يـې اوکړه (چې ما ستاسو پۀ بيان کړے شوي نسخه باندې عمل اوکړو نو د الله پاک فضل وشو، د مرګ ياد رنګ راوړو او د زړۀ نه مې سختي لرې شوه)۔ ([3])
معلومه شوه چې د مرګ يادولو سره د زړۀ نه زنګ ډېر پۀ تېزۍ سره لرې کېږي، ځکه
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami