Share this link via
Personality Websites!
481060
9600
د مړو زړونو والؤ پۀ شان مۀ کېږئ۔۔۔!!
الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:
وَ لَا یَكُوْنُوْا كَالَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ مِنْ قَبْلُ فَطَالَ عَلَیْهِمُ الْاَمَدُ فَقَسَتْ قُلُوْبُهُمْؕ- (پارہ:27، سورۀ حدید:16)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او مسلمانان دې د هٰغه خلقو پۀ شان نۀ کېږي کومو ته چې کتاب ورکړے شو بيا پۀ هغوئي موده اوږده شوه نو د هغوئي زړونه سخت شول۔
پۀ دې آيت مبارک کښې الله پاک د مخکښينو قامونو ذِکر وفرمائيلو چې هٰغه خلق کومو ته چې کتاب ورکړے شوے وو، هغوئي پۀ اوږدو اُمېدونو کښې اخته شول، د کوم له وجې چې د هغوئي زړونه سخت شول، بس اے مسلمانانو! اے د مَحبوبِ ذِي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رښتينو غلامانو! تاسو هيڅکله هم د هٰغه اهلِ کتابو پۀ شان مۀ کېږئ! بلکې د اوږدو اُميدونو نه هم ځان ساتئ! او د خپل زړۀ هم ښه پوره حفاظت کوئ۔۔۔!!
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! زمونږه زړۀ د ټولو نه قيمتي تختۍ ده، دا د ګناهونو نه پاکول د دِين مطلوب دے، هم دا د اِصلاح راز دے، هُم پۀ دې باندې د انسان اصلاح کېږي، هم پۀ دې باندې کارونه صحيح کېږي۔ د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: اَلَاۤ وَ اِنَّ فِي الْجَسَدِ مُضْغَةً اِذَا صَلَحَتْ صَلَحَ الْجَسَدُ كُلُّهُ، وَاِذَا فَسَدَتْ فَسَدَ الْجَسَدُ كُلُّهُ، اَلَاۤ وَهِيَ القَلْبُ واورئ! بے شکه چې پۀ بدن کښي د وينې يوه ټوټه ده، کله چې هغه ټيک شي، ټول بدن ټيک شي او کله چې هٰغه ټوټه خرابه شي نو ټول بدن خراب شي،
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami