Share this link via
Personality Websites!
480523
9574
شو؟ هغوئي ډېر پۀ اِطمينان سره وفرمائيل: ما خو تا ته وئيلي دي چې زما رَبّ يو دے، هغه د ځان نه هم زيات نزدې دے، هم هٰغه رَبِّ رحمان زۀ بچ کړم او د صبر توفيق يـې را عطا کړلو۔ ([1])
کیوں کر نہ میرے کام بنیں غیب سے حَسَن بندہ بھی ہوں تو کیسے بڑے کار ساز کا([2])
* د دې نه پس بادشاه حضرت جَرجِيس رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ قېد خانه کښې بند کړو او بند يـې هم داسې کړو چې هغوئي يـې پړمخې څملولو او پۀ لاسونو او پۀ ښپو باندې يـې ورله مېخونه ټک وهل، پۀ ملا مبارکه باندې يـې ورله دروند کاڼے کېښودو۔
هغوئي پۀ دې قېد کښې وو، چې شپه شوه نو يوه فرښته د هغوئي خوا له راغله، فرښتې هغوئي د قېد نه ازاد کړو۔ هغوئي د ازادېدو نه پس بيا بادشاه او د هغه رعايې له د نېکۍ د دعوت پۀ ورکولو کښې مصروف شو۔
کله چې هغوئي د قېد نه ازاد شو او بهر يـې تشريف راوړلو نو بادشاه چې وليدو نو ډېر حېران شو، پوښتنه يـې اوکړه: جَرجِيسه! تۀ د قېد نه چا ازاد کړې؟ وه يـې فرمائيل: هٰغه رَبِّ کريم ازاد کړم، د چا بادشاهي چې ستا د بادشاهۍ نه ډېره زياته مضبوطه ده۔
د دې نه پس هم هغوئي له ډېر تکليفونه ورکړے شول۔ پۀ کتابونو کښې ليکلے شوي دي چې هٰغه بد بخته بادشاه حضرت جَرجِيس رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه 4 ځله شهيد کړو خو الله پاک هر ځل د هغوئي رُوح مبارک راواپس کړو او هغوئي يـې بيا راژوندے کړو۔([3])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami