Share this link via
Personality Websites!
480521
9574
خوا کښې ورسره وور بلېږي۔ خلق به د هٰغه بُت مخې ته راوستلے کېدل، چا به چې هغه ته سجده کوله نو هغه به يـې ازادولو، چا به چې سجده نۀ کوله نو هغه به يـې وور ته غورځولو او سېزلو به يې ۔
دا حالات يـې چې وليدل نو حضرت جَرجِيس رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پخه اِراده اوکړه چې د اوس نه تجارت ختم، بس اوس د دې بادشاه او د دۀ رعايې ته د نېکۍ دعوت ورکول دي۔ نو کله چې بادشاه ته مخامخ شو، نو هغوئي ډېر پۀ دليرۍ[مړانه] د نېکۍ دعوت ورکړو او وه يـې وئيل: اے بادشاه۔۔۔!! بے شکه چې تۀ يو اِنسان يـې، تۀ پخپله د خپل ذات مالِک هم نۀ يـې، بے شکه ستا يو رَبّ دے، هم هغه پۀ تا باندې پوره قابو لري۔ هغه تۀ پېدا کړې، هم هغه تا ته رزق درعطا کوي، هغه تا له ژوند درکړو، هم هغه به تا له مرګ راولې ، اے بادشاه۔۔۔!! تا مخلوق ګمراه کړو، تۀ پخپله هم پۀ شِرک کښې اخته يـې او نور هم پکښې اخته کوې۔
د حضرت جَرجِيس رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بالکل واضحه او ډېرې اعلیٰ خبرې چې يـې واورېدلې نو بيا هم د بادشاه عقل ځائے له رانغلو، هٰغه بد بخته اُلټا سرکشي شروع کړه او وه يـې وئيل: اے جَرجِيسه! اَفَلَّون ته سجده اوکړه! يا د وور عذاب زغملو ته تيار شه!
حضرت جَرجِيس رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د شِرک نه بچ او پۀ خپل اِيمان باندې ثابت قدم پاتې شو، بيا هغوئي يواځې يو طرف ته وو او بل طرفته بادشاه وو، د هغه فوځ، د هغه ټول جاه او جلال وو۔ نو پۀ دې ساعت کښې د حضرت جَرجِيس رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اِمتحانونه شروع شول۔ اوس لږ وګورئ چې د الله پاک دې نېک بنده، کمالي مُبَلِّغ څنګه څنګه تکليفونه برداشت کړل:
د بادشاه پۀ حضرت جَرجِيس رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه باندې ظُلم
* بادشاه حُکم اوکړو: د جَرجِيس وجود دې د اوسپنې پۀ ګمنځو وڅيرلے شي، تر څو پورې چې د هغوئي څرمن او غوښه جدانۀ شي، د هغې پورې دې دا سزا ورکړے کيږي۔ د بادشاه پۀ حُکم باندې فوراً عمل وشو، د اوسپنې د ګمنځو سره د هغوئي پاک وجود
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami