Share this link via
Personality Websites!
480541
9574
حِلم (د برداشت قوت) سُنَّتِ مصطفےٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے
د رسول اللہ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 2 فرامین مبارک دي: (1): حلم والا پۀ دُنيا کښې هم سردار دے، پۀ اخرت کښې هم سردار دے۔ ([1]) (2): د حِلم پۀ ذريعه بنده پۀ ورځ کښې د روژه نيونکي او د شپې د قيام (يعنې عبادت) کوونکي درجه مومي۔ ([2])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! حِلم د رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سُلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سنت دے۔ *([3]) زمونږ خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چرې هم بے ځايه غصه نۀ ده کړې۔ * خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د خپل ذات پۀ باره کښې د چا نه هم انتقام نۀ اخستو۔ * پۀ مخکښينو اسماني کتابونو کښې د هغوئي دا صفت هم بيان شوے: د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره چې څومره هم د جهالت والا سلوک اوکړے شي، هُم هٰغه همره به د هغوئي حِلم زياتېدو۔ ([4])
د حِلم پۀ باره کښې مَدَني ګلونه: * حِلم د الله پاک صفت دے۔ * حِلم د الله پاک خوښ صفت دے * حِلم د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام سُنَّت دے * د حِلم معنیٰ ده: پۀ قلار والے، بُرد باري (نرم مزاجي)۔
اِمام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: تحمل (يعنې بردباري) د غصې څښلو نه افضل دے ولې چې د غصې څښلو ضرورت هغه چا ته وي، د چا غصه چې سخته شي، او د حِلم والا پۀ غصه کښې هډو جوش راځي نۀ۔ ([5]) * د حِلم سره بزرګي مېلاؤېږي۔
د حليم جوړيدو طريقې: * حِلم د تکلف سره راځي (يعنې بنده چې پۀ کوشش سره، پۀ
[1]... جامع صغیر، صفحہ:233، حدیث:3831۔
[2]... مَجْمَعُ الزَّوائِد، کتابُ الْاَدب، باب حُسْنِ اَخْلاق کے بیان میں، جلد:8، صفحہ:19، حدیث:12687۔
[3]...تفسیر صراط الجنان، پارہ:3، سورۂ بَقَرہ ، زیرِ آیت:263، جلد:1، صفحہ:398۔
[4]... صِراط الجنان، پارہ:4، سورۂ ال عمران، زیرِ آیت:159، جلد:2، صفحہ:81۔
[5]... اِحْیَاء العلوم مترجم، جلد:3، صفحہ:535۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami