Share this link via
Personality Websites!
480540
9574
دې مَدَني مذاکره کښې پخپله هم شرکت اوکړي او نورو له دې هم دعوت ورکړي * شېخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت هره هفته د يوې ديني رسالې لوستلو ترغيب ورکوي، پۀ راتلونکې هفته واره مَدَني مذاکره کښې به د رساله وړومبے يې تلئ بيا خبره کوئ (د خبرو کولو آداب قسط: 9) اعلان کولے شي۔ دا رساله پخپله هم ولولئ! نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ او څوک چې سوشل مېډيا مثلاً واټس اېپ وغېره استعمالوي هغوئي دې د الله پاک د رضا او د ثواب د پاره دا رساله د نورو سره هم شېئر (Share) کړي! * مکـتبة الـمدينه د 7 کالو پۀ وړوکې شان عمر کښې د قران حفظ کوونکې او 20 کاله عمر کښې ټول علوم حاصلوونکي او د نورو ډيرو خصوصياتو لرونکي عالم احمد کبير رفاعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ سيرت طيبه باندي ليکلےشوي دوه رسالې"فيضان سيد احمد کبير رفاعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه او شان رفاعي شائع کړې دې پۀ کومو کښې چي حضرت امام احمد کبير رفاعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سيرت بيا شوے دے.رساله فيضان سيد احمد کبير رفاعي پۀ12 روپےاو شان رفاعي پۀ 15 روپےد مکـتبة الـمدينه د يوې څانګې نه پۀ بېغه حاصلې کړئ، پخپله يـې هم ولولئ او نورو له هم د دې دعوت ورکړئ!
صَـلُّـوْا عَـلَـی الْحَبِيْـب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د بيان پۀ اخره کښې د سُنّتو فضيلت او د ژوند د يو څو آدابو بيانولو سَعَادت حاصلووم۔ تاجدارِ رسالت، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِيَ فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّتو سره محبّت اوکړو هغه زما سره محبّت اوکړو او چا چې زما سره محبّت اوکړو هغه به پۀ جَنَّت کښې زما سره وي۔ ([1])
سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا! جَنَّت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami