Share this link via
Personality Websites!
480535
9574
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دلته د خلقو دا ذِهن وي چې؛
جو مانتا نہیں، اُسے کہنا فضول ہے
دا غلطه خبره ده، وګورئ چي حضرت جَرجِيس رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د 7 کالو پورې مسلسل د نېکۍ دعوت ورکولو۔ * هغوئي ورته حق خبره کوي، بادشاه يـې د اوسپنې پۀ ګمنځو وجود سيري، هغوئي بيا هم د نېکۍ دعوت ورکوي * بادشاه بد نصيبه يـې د اوسپنې مېخونه پۀ سر وهي، هغوئي بيا هم د نېکۍ دعوت ورکوي * بادشاه يـې پۀ ښپو، لاسونو باندې مېخونه وهي او پۀ جېل کښې يـې قېد کوي، هغوئي بيا هم د نېکۍ دعوت ورکوي * بادشاه پۀ هيڅ قِسمه طريقه منلو ته هډو تيارېږي نۀ، د دې باوجود هم حضرت جَرجِيس رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د نېکۍ د دعوت عمل نۀ ودروي۔ معلومه شوه که څوک يـې مني او که نۀ مني، مونږ له د نېکۍ دعوت ورکول پکار دي۔ د سوچ خبره ده چې اِنسان پۀ ګناه باندې دومره کلک ولاړ دے چې که هغه ډېر هم پوهه کړې نو ګناه پرېښودو ته تيار نۀ دے نو مونږ د نېکۍ د دعوت والا پۀ جنتي عمل کښې دومره کچه ولې شو۔ مونږ له هم پکار دي چې بس د نېکۍ دعوت ورکوو، ورکوو، مسلسل د نېکۍ دعوت ورکوو۔
پۀ قرآنِ کريم کښې دي: هٰغه خلق کومو چې به ډېرو ضديانو او کلک ودرېدونکو خلقو له هم د نېکۍ دعوت ورکولو، هغوئي ته ووئيلے شو:
لِمَ تَعِظُوْنَ قَوْمَاۙﰳ اللّٰهُ مُهْلِكُهُمْ اَوْ مُعَذِّبُهُمْ عَذَابًا شَدِیْدًاؕ- (پارہ:9، سورۂ اَعْرَاف:164)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: تاسو هٰغه خلقو ته ولې نصيحت کوئ؟ کومو لره چې الله هلاک کوونکے دے يا هغوئي لره سخت عذاب ورکوونکے دے؟
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami