Share this link via
Personality Websites!
480534
9574
هم، د معاشرې هم او زمونږه د راتلونکي نسلونو هم۔ د ټولو نقصان دے۔ مونږ ټول پۀ شريکه که ټول مسلمانان د نېکۍ دعوت ورکول شروع کړو، د ګناهونو نه منع کول شروع کړو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! پۀ کلونو او مياشتو کښې نۀ بلکې پۀ ورځو کښې به پۀ معاشره کښې بدلون راشي۔ کاش چې زمونږ دې طرف ته توجه شي۔
د نېکۍ د دعوت نۀ ورکولو نقصانونه
د نېکۍ د دعوت نۀ ورکولو څۀ وبال دے؟ واورئ! * زمونږه او ستاسو آقا، محبوبِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: قَسم دے پۀ هٰغه ذات باندې د چا پۀ لاس کښې چې زما ځان دے! يا خو به تاسو د ښې خبرې حُکم کوئ او د بدې خبرې نه به منع کوئ يا به الله پاک پۀ تاسو باندې زر خپل عذاب راولېږي بيا به دُعا کوئ او ستاسو دُعا به نۀ قبلېږي۔ ([1])
* محبوبِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: الله پاک حضرت جبرائيل (عَلَیْهِ السَّلَام) ته حُکم وفرمائيلو چې فلانکے ښار د هغې د اوسېدونکو سره تباه کړه، حضرت جبرائيل (عَلَیْهِ السَّلَام) عرض اوکړو: اے رَبَّه! پۀ هٰغه خلقو کښې ستا يو فلانکے نېک بنده هم دے کوم چې د سترګو د رَپ برابر هم ستا نافرماني نۀ ده کړې۔ الله پاک وفرمائيل: اَقْلِبْہَا عَلَیْہِمْ فَاِنَّ وَجْہَہٗ لَمْ یَتَمَعَّرْ فِیَّ سَاعَۃً قَطُّ يعنې ښار پۀ هغوئي باندې هم اُلټا کړه ځکه چې د هغه مخ زما پۀ نافرمانو ليدلو (د ايمان د غېرت پۀ وجه) کله هم نۀ دے بدل شوے۔ ([2])
سُنّتوں کی کروں خوب خدمت ہر کسی کو دوں نیکی کی دعوت
نیک میں بھی بنوں اِلتجا ہے یاخدا تجھ سے میری دُعا ہے([3])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami